افغانستانخبرونه

د قطر په منځګړیتوب طالبانو بریتانوۍ جوړه خوشې کړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د قطر هېواد په منځګړیتوب طالبانو بامیانو ولایت کې نیول شوې بریتانیوۍ جوړه له اته میاشتې بند وروسته خوشې کړه.

اتیا کلن پیټر رینولډز او د هغه میرمنې ۷۶ کلنې باربي شاوخوا شل کاله په افغانستان کې ژوند کړی، چې نن تر خوشي کېدو وروسته د قطر هېواد چارواکو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، هیله ده، چې د بندیانو موضوع سیاسي نشي.

نوموړي له هغه هېوادونو چې افغانان په کې بندیان دي، هم د قونسلۍ خدمتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.