هېواد ته د ستانه شويو افغان کډوالو شکایتونه؛ پاکستاني پوليسو راسره انساني چلند نه کاوه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د تورخم له لارې له پاکستان څخه جبري را ویستل شوي افغان کډوال وايي چې په هغه هېواد کې ورسره پاکستاني پوليسو غیر انساني چلند کاوه او د ډېرو ظلمونو له امله اړ شوي چې خپل هېواد ته راستانه شي.
ياد کډوال که څه هم په تورخم کې د طالب چارواکو او نړیوالو مرستندویه ادارو له مرستو خوښ دي خو په هېواد کې د کارونو او سرپناه نشتوالي ته اندېښمن دي.
کډوال وايي چې د طالبانو حکومت دې ورته کار او سرپناه زمينه برابره کړي ځکه لنډمهاله مرستې یوازې د څو ورځو لپاره کار کولی شي.
د کډوالو د بهير پيل
پاکستان په دې هیواد کې میشتو افغانانو ته چې د اې سي سي کډوالۍ کارتونه لري له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو سره سم د اپریل لومړۍ نېټه د دغه کډوالو ایستل پیل کړي دي.
پاکستاني پولیسو د اې سي سي کارت لرونکو تر څنګ یو شمېر هغه بې اسناده افغانان هم نیولي چې پر افغانستان یې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته دغه هیواد ته پناه وړې.
د افغانستان د مدنې ټولنې او بشري حقونو د فعالانو د دفتر اجراییوي ریس احمد ویس رحیمي وايي چې پولیسو د دې بنسټ مشر عزت الله بخشي هم نیولی او ټاکل شوې چې افغانستان ته یې ډیپورټ کړي.
د رسمي راپورونو پر بنسټ پاکستان تر اوسه ۸۷۹ زره بې اسناده افغان کډوال له دې هیواده ایستلي او افغانستان ته یې استولي دي.
په دغه هیواد کې لاهم ۲ عشاریه ۱ میلیون اسناد لرونکي افغان کډوال ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو این اچ سي ار د معلوماتو پر بنسټ د دوی له ډلې ۱ عشاریه ۳ میلیونه د پي او ار په نوم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري چې ډیری یې په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي.
دغه شان ۸ لکه نور یې د اې سي سي په نوم کارتونه لري.پاکستان په دې هیواد کې میشتو افغانانو ته چې د اې سي سي کډوالۍ کارتونه لري له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو سره سم د اپریل لومړۍ نېټه د دغه کډوالو ایستل پیل کړي دي.
پاکستاني پولیسو د اې سي سي کارت لرونکو تر څنګ یو شمېر هغه بې اسناده افغانان هم نیولي چې پر افغانستان یې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته دغه هیواد ته پناه وړې.
د افغانستان د مدنې ټولنې او بشري حقونو د فعالانو د دفتر اجراییوي ریس احمد ویس رحیمي وايي چې پولیسو د دې بنسټ مشر عزت الله بخشي هم نیولی او ټاکل شوې چې افغانستان ته یې ډیپورټ کړي.
د رسمي راپورونو پر بنسټ پاکستان تر اوسه ۸۷۹ زره بې اسناده افغان کډوال له دې هیواده ایستلي او افغانستان ته یې استولي دي.
په دغه هیواد کې لاهم ۲ عشاریه ۱ میلیون اسناد لرونکي افغان کډوال ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو این اچ سي ار د معلوماتو پر بنسټ د دوی له ډلې ۱ عشاریه ۳ میلیونه د پي او ار په نوم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري چې ډیری یې په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي.
دغه شان ۸ لکه نور یې د اې سي سي په نوم کارتونه لري.
د کډوالو شکایتونه
له پاکستان څخه يو شمېر راستانه شوي کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو له افغان کډوالو سره غېرې انساني چلند کاوه.
رحیم الله چې د پاکستان په ګجرات کې اوسېده او تازه د تورخم له لارې هېواد ته راستون شوی، وايي، پولیسو ورسره ډېر ظلمونه وکړل او حتی اجازه يې ورنکړه چې خپل د کور وسایل له ځان سره راوړي.
دی وايي، دوی اړ شوي چې د کور وسايل په ډېره ارزانه بيه خرڅ کړي او په بېړه يې یوازې ځانونه له پاکستان څخه را ویستي دي.
دغه راز عبدالله، چې په اسلام آباد کې اوسیږي او د ACC په نوم د کډوالۍ ځانګړی کارت لري وايي چې پولیسو د ده د تره زوی نیولی او دوی هم د نیول کېدو له ویرې له خپلو کورونو نه شي وتلی.
هغه زیاته کړه: ((هلکان ټول یو بل ته زنګونه وهي چې دلته او هلته کسان نیول کیږي، زما یو د تره زوی، چې د ACC کارت لري، نیول شوی او حاجي کمپ ته یې وړی دی، د کورنۍ ټول غړي اندیښمن دي، موږ پخپله هم د نیولو او ډیپورټ کولو له ویرې له کورونو نه شو وتلی.))
تورخم کې کډوالو ته خدمات
د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي چې تورخم، سپين بولدک، اسلام قلعه او نوو ټولو بندرونو کې چې کډوال له ایران او پاکستان څخه راستنېږي ورته يې خدمات پيل کړي دي.
دغه وزارت وايي، د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ د عالي کمېسیون تر چتر لاندې ۱۲ کمېټې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره فعالیت کوي او پر دې سربېره د ملګرو ملتونو اړوند يونیسیار او اي.او.ام اداره او ځينې نورې نړیوال او داخلي مرستندویه ادارې هم د کډوالو د مرستې لپاره کار کوي.
خو په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ته د هغوی د ښځينه افغان کار کوونکو د نه پرېښودو له امله دا مرستې ټکنۍ شوې دي.
طالبانو تېره اوونۍ په کابل او ځينو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د هغوی د افغان ښځينه کار کوونکو د ورتګ مخه ونیول چې ورسره سم په ولايتونو او اړوند سیمو کې د مرستو رسولو بهير ټکنی شو.
په تورخم او ځينو نورو بندرونو کې راستانه شوي کډوال شکایت کوي چې د ملګرو ملتونو ادارو خپل ځينې هغه خدمات بند کړي چې يوازې د مېرمنو له لوري د مېرمنو لخوا ترسره کېده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د طالبانو دغې کړنې ته چې ښځينه کار کوونکې يې له دندو منع کړي احمقانه چلند بللی دی.










