
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو له زندانه تازه خوشې شوې برتانوۍ جوړه وایي، دوی افغانان دي او که زمینه برابره شي بېرته افغانستان ته ور ګرځي.
دغه برتانوۍ جوړه ۸ میاشتې وروسته پرون د جمعې په ورځ د قطر په منځګړتوب د طالبانو له زندانه خوشې او قطري پلاوي ته وسپارل شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي وو چې د پیټر او باربارا رېنولډز په نامه دغه دوه تنه برېټانويان د افغانستان قوانين نقض کړي وو او له قضايي پروسې وروسته له بنده خلاص شول.
بلخي همدا راز زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت د اتباعو مسايلو ته له سياسي او يا د معاملې له زاويې نه گوري.
هغه زیاته کړې وه چې، هيله ده چې د اتباعو مسايل، خصوصا هغوی ته د کونسلي خدماتو وړاندې کېدل له سياسي ملاحظاتو پرته تضمين شي او افغانان هم چې هر چېرته وي کونسلي خدمات ورته ورسیږي.










