افغانستانخبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو پر ښځو ژوند دومره تریخ کړی چې نور د «زغملو» نه دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بښنې نړیوال سازمان  پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو پر ښځو ژوند دومره تریخ کړی چې نور د «زغملو» وړ نه دی.

یاد سازمان دا څرګندونې په پوهنتونونو کې د ښځينه لیکوالانو د کتابونو پر تدریس بندیز ته په اشارې کړی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې طالبانو ښځې له نږدې ټولو برخو ایستلي او په منظم ډول د هغوی حقونه ځنې اخلي.

په بیان کې ویل شوي: «دا چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځينه لیکوالانو د کتابونو پر تدریس بندیز لګولی، دا د هغوی د غږ غلي کولو یوه بله هڅه ده.»

د یادونې وړ ده چې طالبانو په افغانستان نه یوازې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي بلکې د ځوانانو هیلې یې هم خاورو سره خاورې کړي او ورځ نه بلې ته پرې د ژوند کړۍ را سختوي.

تازه د انټرنیټ بندښت هغه لویه ستونزه ده چې افغان ځوانان هلکان او نجونې یې سخت اندېښمن کړي دي.