
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسیا جام کرکټ سیالیو سوپرفور پړاو لوبې نن ماښام د سریلانکا او بنګله دېش په لوبه پیلېږي.
یادې لوبډلې به نن ماښام د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د سریلانکا او بنګله دېش ترڅنګ هند او پاکستان لوبډله هم یاد پړاو ته وتلې لوبډلې دي او د دوی دواړو لوبه به سبا یکشنبه ماښام ترسره شي.
افغانستان د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې له اسیاجامه بهر شو هغه څه چې د افغان مینه والو هېڅ تمه نه وه.
هند بیا د لومړۍ پړاو وروستۍلوبه پرون ماښام له عمان سره وکړه او د ۲۱ منډو په توپير یې وبایلله.
هند لومړۍ توپوهنه وکړه او عمان ته یې د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۸۹ منډو هدف ورکړ، خو عمان بیا د څلورو لوبغاړو په سوزېدو ۱۶۷ منډې وکړې او لوبه یې په۲۱منډو هند ته وبایلله.










