افغانستانخبرونهسیمه

پاکستان : د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو خنډ د ترهګرۍ موضوع ده

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د ورورولۍ اړيکې غواړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو يوازينی اصلي خنډ د ترهګرۍ موضوع ده.

د دغه وزارت وياند شفقت علي‌خان ، ويلي چې طالبان بايد د پاکستان او د پاکستاني طالبانو تر منځ يو انتخاب وکړي.

نوموړي زياته کړې چې دا پيغام له ديپلوماتيکو لارو افغان لوري ته رسول شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې نيت په اړه، چې د بګرام هوايي اډه بېرته ونيسي، ويلي چې دا د افغانستان او امريکا تر منځ يوه موضوع دی.

تر اوسه طالبانو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند په دې څرګندونو څه نه دي ويلي.

خو تر دې وړاندې يې څو ځله ټينګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او ترهګرې ډلې په دې هېواد کې شتون نه لري.