خبرونهنړۍ

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې د ټرمپ او احمدالشرع احتمالي لیدنه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

سي‌بي‌اس نیوز پرون (جمعه، د سپتمبر ۱۹مه) راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې د موقت ولسمشر احمد الشرع د کتنې پر پلان کار روان دی.

په راپور کې راغلي چې دغه احتمالي کتنه د هغه پروسې دوام دی چې د ۲۰۲۵ کال د می په میاشت کې پیل شوې وه.

ټرمپ د می په ۱۴مه سعودي عربستان ته د خپل سفر په جریان کې له احمد الشرع سره وکتل او په سوریه یې د امریکا ټول بندیزونه لرې کړل.

د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته دا چټک ډیپلوماتیک پرمختګونه د واشنګټن او دمشق ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په برخه کې د نوي فصل د پیل په توګه لیدل کیږي.

احمد الشرع پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، او د تحریر الشام ډلې مشر دی، چې د بشارالاسد د رژیم په وړاندې یې سوریه کې مخکښ رول لوبولی او اوس د سوریې موقت ولسمشر دی، چې په چټکۍ سره خپل هېواد له نړیوال انزوا څخه وژغوري.

د ټرمپ او احمد الشرع ترمنځ احتمالي کتنه به راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې ترسره شي، چیرې چې د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره راټولیږي.