خبرونهسیمه

بلوچستان کې موټرو په تمځای کې چاودنې شپږ کسان وژلي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند د موټرو تم‌ځای کې د بمي چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي دي.

پېښه د بلوچستان په چمن سیمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې پنځه کسان د چاودنې له امله ځای پر ځای وژل شوي او یوه کس په روغتون کې سا ورکړې ده.

وژل شوي دوه تنه د چمن اوسېدونکي دي.

چارواکي وايي د چاودنې څرنګوالی لامعلوم نه دی او په تړاو یې پلټنې روانې دي.

په ورته مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت پېښه غندلې او ویلي یې دي چې عاملین به ژر ونیول شي.

تر اوسه چا یا کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. په بلوچستان کې وسلوالې ډلې وخت ناوخت پر حکومتي ودانیو، پوځ او پولیسو بریدونه کوي.

په دې وروستیو کې دغو بریدو سخت زور اخیستی.