افغانستانخبرونه

تر ۶ زره زیات افغانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د کډوالو د ستونزو د هواري عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ ۶۷۸۵ کډوال له ايران او پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه کمېسیون نن (شنبې، د وږي ۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ليکلي چې ۱۱۶۸ کورنۍ د پولو له لارې افغانستان ته داخل شوې، چې ټول شمېر يې ۶۷۸۵ کسانو ته رسېږي.

د خبرپاڼې له مخې، تر ټولو زيات بېرته ستانه شوي کسان د ننګرهار د تورخم له لارې داخل شوي چې شمېر يې ۳۷۴۰ تنه دی.

همدارنګه ۱۱۲۸ تنه د هرات داسلام قلعه له لارې، ۱۰۹۵ تنه د نيمروز د ورېښمو پله له لارې، ۱۱۷۵ تنه د کندهار له سپين‌بولدک او ۴۵۴ تنه د هلمند له بهرامچې افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو له لوري د کډوالو د ستونزو د هواري عالي کمېسیون زياته کړې چې يو شمېر بېرته راستنو شوو کسانو ته نغدي مرستې ورکړل شوي او ځينې يې خپلو اصلي ښارونو ته لېږدول شوي دي.

په وروستيو کلونو کې ايران او پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهير تېز کړی، او ګڼې کورنۍ اړ کړای شوي چې له دغو هېوادونو ووځي.