خبرونهنړۍ

پر غزه د اسرائیلو بمبارۍ له امله ۵۰ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلي عسکرو په خان یونس کې د بې کوره فلسطینیانو پر خیمو بریدونه کړي، چې د ماشومانو په ګډون یې ۵۰ تنه وژلي.

د را پورونو له مخې؛ د غزې ښار په مرکز کې د اسرائیلي عسکر د پرمختګ لړۍ دوام لري او تر اوسه یې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ سوه څو پوړیزه ودانۍ ویجاړې کړي دي، همدا راز له سیمې ۴ نیم سوه زره فلسطینیان د غزې ښار پرېښودو ته اړ شوي دي.

سربېره پر دې، تېرو ۲ ورځو کې اسرائیلي عسکرو د غزې ښار د ۴۰ سلنه برخو د نیولو ادعا کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې سبا د فرانسې په ګډون لس هېوادونه د یوه خپلواکه هېواد په توګه فلسطین په رسمیت وپېژني.