
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د کابل-کندهار پر لویه لاره د سیداباد ولسوالۍ په «لوړې» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله بس او کرولا ډوله موټر ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
میدانوردګ ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار رسنیو ته وویل چې، دغه پېښه تېره ورځ شاوخوا ۲بجې رامنځته شوې چې په پایله کې د یوې مېرمن په ګډون ۷ کسان مړه شوي او ۲ نور ژوبل دي.
نوموړي زیاته کړه، ژوبل کسان نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي. اسرار وایي، پېښه د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د کابل-کندهار په لویه لاره ټرافیکي پېښې د پآم وړ زیاتې شوي دي او مسؤولین هم لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي بولي.










