افغانستانخبرونه

ایران د روان کال له پيله۳۰ زره افغان زده کوونکي افغانستان ته شړلي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران دولتي اژانس ایرنا د ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې د روان کال له پيله شاوخوا ۳۰ زره افغان زده کوونکي، له خپلو کورنیو سره یو ځای افغانستان ته اېستلي دي.

دغه زده کوونکي په خراسان رضوي او مشهد کې مېشت وو.

د راپور له مخې لا هم ۳۵ زره افغان زده کوونکي په ایران کې په زده کړو بوخت دي.

ایرنا د خراسان رضوي ولایت د امنيتي چارو مرستیال امیرالله شمقدري په حواله لیکلي، چې مخکې په دې ولایت کې تر ۷۵ زره ډېر افغانان په زده کړه بوخت وو، چې نیم شمېر یې قانوني اسناد نه درلودل او اوس خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

شمقدري زیاته کړه چې دا شمېر خورا زیات دی او اټکل کېدای شي د دغو زده‌کوونکو تر شړلو وروسته شاوخوا زر ټولګي تش شوي وي.

د نوموړي په وینا، د شړل شوو زده‌کوونکو ۹۵ سلنه په مشهد کې مېشت وو، خو ۳۵ زره نور افغان زده‌کوونکي چې قانوني اسناد لري، اوس هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.