
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د کاتولیک عیسویانو روحاني مشر پوپ لیو ويلي چې دوی امریکا کې د ځینو څیزونو په اړه اندېښمن دي.
پوپ لیو ويلي چې هغه به په امریکا کې د سیاسي ګوند برخه نه شي او په امریکا کې مېشت کشیسان پوهیږي، چې د ټرمپ په وړاندې څه ډول چلند وکړي.
بل خوا ته پوپ لیو د مصنوعي ذکاوت په مرسته د خپلې نسخې جوړولو پلان هم رد کړی دی.
تر دې مخکې پخواني پوپ فرانسس د امریکایي کشیسانو ته یو خط لیکلي و او په کې د کډوالو په اړه د ټرمپ د پالیسۍ سره یې مخالفت کړی وو.










