افغانستانخبرونهلوبې

افغانستان د بنګلدېش پر وړاندې سریز لپاره لوبډلې اعلان کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان کرکټ بورد د بنګلدېش پر وړاندې د راتلوونکې شل اوریز او یوه ورځنیو لوبو سریز لپاره جلا، جلا لوبډلې اعلان کړي، چې په کې کریم جنت، ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي له دواړو لوبډلو کینول شوي دي.

د یوه ورځنیو لوبو په لوبډله کې حشمت الله شاهدي، ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، رحمت شاه، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، محمد نبي، ننګیال خروټی، راشد خان، غضنفر، سلیم ساپی، عبدالله احمدزی او بشیر احمد شامل دي.

دغه راز د شل اوریزو لوبو په لوبډله کې کپتان راشد خان، ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، وفیع الله تره خېل، درویش رسولي، محمد اسحاق، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید ملک، عبدالله احمدزی او بشیر احمد شامل دي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د اکتوبر په میاشت کې پیل شي.