افغانستانلوبې

ننګرهار کې د ۳۳۰ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې د‌ طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې په دې ولایت کې د ۳۳۰تنو ورزشکارانو ترمنخ په بېلابېلو کټګوریو کې سیالۍ ترسره شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغو سیالیو کې د سوک وهنې، هوشارافو او زور خانې سیالۍ ترسره شوي. سرچینه وایي، دغه سیالۍ په بېلابیلو کټګوریو کې ترسره شوې چې په کېبریالي ورزشکاران ستایل شوي هم دي.

ورزشکاران هم دا ډول سیالۍ د ځان د پرمختګ لپاره یو لوی ګام بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.