
پر رسنیو د محدودیتونو دوام؛ طالبانو پر طلوع نیوز خپور شوی راپور بېرته پاک کړ
کابل ټیلیګراف – ۳۰ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
پر رسنیو د طالبانو د محدودیتونو پر دوام، تېر شپه د طالبانو استخباراتو پر طلوع نیوز د دغې ډلې د استخباراتو د مرستیال د څرګندونو په اړه خپو شوی راپور له څوو دقیقو خپرېدو وروسته پاک کړ او پر ټولنیزو پاڼو هم طالبانو د طلوع نیوز د بندیدو کمپاین پیل کړی دی.
تېره شپه طلوع نیوز پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې د طالبانو مرستیال ملا تاجمیر د بګرام بېرته نیولو په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې «دوی چمتو دي انتحاري بریدونه وکړي.»
یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې د طالبانو استخباراتو وروسته د دغه خبر له خپرېدو د طلوع نیوز له مسوولینو سره خبرې کړي دي او اخطار یې ورکړی ترڅو خپل خپور شوی راپور بېرته پاک کړ.

د یادې رسنۍ پر پاڼه هم له اوس دغه خبر نه ښکاري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار په افغانستان کې د بګرام اډې د بېرته نیولو خبره کړې ده او تېره شپه یې یو ځل بیا پر خپل ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د بګرام په اړه له افغانستان سره په مذاکراتو بوخت دی ډېر ژر او سمدستي غواړي بګرام بېرته ورکړي.
هغه د اخطار په ډول لیکلي: «که يې بېرته رانکړي، نو تاسو به وګورئ چې څه کوو.»
د طلوع نیوز د راپور له خپرېدو وروسته ګڼ شمېر طالبانو پر ټولنیزو پاڼو سخت غبرګونه ښودلي دي.
د طالبانو د استخباراتو پخواني کارکوونکي جواد څارګر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «طلوع سخته سپکه او بې باکانه لهجه کارولې، زمونږ اشته.اديانو ته انتحاريان ويل هیچ ډول د توجيه وړ ندي، دا ډول څرګندونې نه د مسلمان د شان سره مناسب دي او نه هم مونږ چاته دا فرصت ور کوو چې د شهيدانو په اړه سپکه لهجه وکاروي.»
هغه د دې پر دوام لیکلي: «ذبيح الله سادات که هر څنګه وه د يوې مسلمانې کورنۍ سړی وه او داسې سپکو سپورو ته يې اجازه نه ور کوله، د طلوع نوي رهبري فکر کوم هماغه د کفر او الحاد ادبيات په ذهن کې ګرځي او را ګرځي. د يادونې وړ ده چې د دا مزخرفو ادبياتو قاموسونه مونږ د افغانستان څخه ټول کړي او نغواړو چې داسې مزخرف ادبيات بيا رايج شي.»
ځینې نورو کسانو هم ورته څرګندونې کړي او د طلوع نیوز د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.










