د اسلامکلا پر پوله د راستنو شوو کډوالو لپاره لنډمهالی مېشت غالی جوړېږي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هرات مطبوعاتي دفتر ویلي چې د اسلامکلا پر پوله له ایران نه راستنو شوو افغان کډوالو لپاره لنډمهالی مېشت غالی جوړېږي.
چارواکي وايي دا مېشت غالی به د ۴۱ زره کسانو د استوګنې ظرفیت لري او ډېر ژر به بشپړ شي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې دا ځای د یونیسف لهخوا جوړېږي.
طالبانو ویلي چې تر دې مهاله پر دغه مېشت غالي تر۷۰ میلیونه افغانیو ډېر لګښت راغلی دی.
دوی زیاته کړې اوس مهال په اسلامکلا کې دوه مېشت غالي او څلور د سر سیوري شته، چې د ۱۶ زره کسانو د اوسېدو ظرفیت لري، دغه ډول درې تالارونه هم جوړ شوي، چې د ۱۱ زره کسانو د اوسېدو ځای ولري.
دوی وایي دوی به یو لوی پخلنځی هم جوړ کړي چې، هره ورځ به د ۲۰ زره کسانو لپاره د خوړو چمتو کولو ظرفیت ولري.
طالبان وایي، چې د افغان کډوالو د ایستلو له پيل څخه بیا تر اوسه یې مستحقو کډوالو ته تر یوه میلیارډ افغانیو ډېرې مرستې وېشلي او لږ تر لږه د ۱۵ زره کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
خو د مالوماتو له مخې ملګري ملتونه د افغانستان او ایران پر ګډه پوله راستنېدونکو افغانانو ته نغدې پیسې ورکوي. دې سازمان تازه ویلي چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز له امله یې د مرستو وېش درولی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر ۴ میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.
یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان راستانه شوي دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبرداری ورکړی و، چې د ایراني چارواکو له خوا له افغان کډوالو سره ظالمانه، غیر انساني او سپک چنلد کېږي، ځورول کېږي، شکنجه کېږي او زنداني کېږي.










