افغانستانځانګړي برخهراپورونه

مجاهد: پاکستان دې پر موږ د تورونو لګولو پرځای خپل امنيت ټينګ کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې د دغه هېواد چارواکي د دې پرځای چې د طالبانو پر حکومت تورونه پورې کړي، باید د خپل هېواد د امنيت ټينګښت ته پاملرنه وکړي.

 نوموړي د پاکستان چارواکي په دې تورن کړل چې د (جګړه ييز او جګړه غوښتونکي) الفاظو په کارولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ فضا خرابوي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد وايي، که د پاکستان لومړی وزیر او نور چارواکي د ګواښ ډوله جملو کار واخلي، نو طالبان نه شي کولی چې د پاکستاني طالبانو په کړنو اغېز وکړي او یا یې د بریدونو مخه ونیسي.

مجاهد پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې وویل: ((مخکې له دې چې په رسنیو کې خبرې وکړو، فضا خرابه کړو او یا پوځي اقدام وکړو، باید یوه معقوله حل لاره پیدا شي.))

هغه دا څرګندونې د جمعې په ورځ د وږي ۲۹مه، د پاکستان د امنیتي مطالعاتو مرکز ته په خبرو کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ باید د باور فضا رامنځته شي.

د نوموړي خبرې یوه اونۍ وروسته له هغې خپرېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف طالبانو ته ګواښ وکړ چې که د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره اړیکې پرې نه کړي او له دې ډلې ملاتړ ته دوام ورکړي، نو اسلام‌اباد به ورسره اړیکې پرې کړي.

شهباز شریف څرګنده کړې وه: ((په صراحت سره وایم چې د افغانستان طالبان باید د اسلام‌اباد او ټي‌ټي‌پي ترمنځ یو انتخاب وکړي. طالبان نه شي کولی یو وخت د هغو جنګیالیو کوربه وي چې ګاونډیان بې‌ثباته کوي او بیا له اسلام‌اباد سره د عادي اړیکو تمه هم ولري.))

ذبیح‌الله مجاهد د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل: ((موږ له اوسني وضعیت راضي نه یو، ځکه هم له دواړو خواوو د تبلیغاتو جګړه روانه ده او هم د پاکستان چارواکي د ګواښ او اخطاریو ژبه کاروي.))

نوموړي ټینګار وکړ چې ګواښ ګټه نه لري او پاکستاني چارواکي باید د ګواښ پر ځای په خپل هېواد کې د خونړیو بریدونو د مخنیوي هڅې وکړي.

مجاهد زیاته کړه چې د پاکستان امنیتي پېښې د هغه هېواد داخلي موضوع ده او د پاکستان امنیتي ځواکونه د خپلو ښارونو د امنیت مسؤل دي.

د طالبانو د ویاند په وینا، که اسلام‌اباد داسې معلومات ولري چې د کوم برید پلان په افغانستان کې جوړېږي، نو باید د طالبانو حکومت ته یې ورکړي څو یې مخه ونیول شي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې د پاکستان امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې خراب شوی دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان او اړوندو ډلو فعالیتونه زیات شوي او پر امنیتي ځواکونو، دولتي بنسټونو او لویو پروژو لکه د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز پر وړاندې یو لړ بریدونه ترسره شوي دي.

اسلام‌اباد افغان طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو مشرانو ته یې پناه ورکړې او بریدونه په افغانستان کې پلان کېږي، خو طالبان تل دا تورونه ردوي.