
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام کرکټ سیالیو په دویم پړاو کې نن ماښام هند او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د سیالۍډګر ته ښکته کېږي.
هند په لومړي پړاو کې هم پاکستانۍ لوبډلې ته سخته ماته ورکړې او تر اوسه پر پاکستانۍ لوبډلې برلاسې ښکاري.
د دې پړاو لومړۍ لوبه د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ ترسره شوه چې، بنګله دېش سرېلانکا په په سختو او حساسو شېبو کې ماتې ورکړه.
سرېلانکا لومړی توپ وهنه وکړه او بنګله دېش ته یې د ۷ لوبغاړو په زیان د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ، خو په ځواب کې بنګله دېش د شلم اور په ۵ توپ په هدف پوره او لوبه یې وګټله.
بنګله دېش د ۶ لوبغاړو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې او بری یې خپل کړ.
هند، سریلانکا، بنګله دېش او پاکستان هغه لوبډلې دي چې، د څلور غوره لوبډلو پړاو ته وتلي دي.










