
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه کې د اسرائیلو د هوایي بریدونو له امله ۹۱ فلسطینیانو وژل شوي دي.
الجزیرې په یوه راپور کې ویلي، چې په قربانیانو کې ۱۱ کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې وژل شوي.
د راپور له مخې چې دغو تازه بریدونو سره د استوګنې ودانۍ په نښه شوي او لسګونه کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.
په ورته وخت کې د غزې روغتیايي چارواکو د دغو بریدونو پخلی کړی.
دوی ویلي، چې هلته له ۹۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور لادرکه شوي دي.
په غزه کې د اسرائیلو بریدونه که څه هم په نړیواله کچه غندل شوي، او د اوربند لپاره هڅې روانې دي، خو هلته لا هم بریدونو زور اخیستی او هره ورځ لسګونه فلسطینیان ژوند بایلي.
په ورته مهال د فرانسې، پرتګال او کاناډا په ګډون یو شمېر هېوادونو د خپلواک دولت په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندل پیل کړي او ټاکل شوې چې نن (یکشنبې) به پرتګال د فلسطین حکومت په رسمیت وپېژني.










