ټرمپ ته د طالبانو ځواب؛ زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ کار مه اخلئ

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې له تېرو څو ورځو راهېسې په رسنيو کې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو پراخ غبرګونونه او اندېښېنې راپارولي چې د بګرام نظامي اډې د بیا نيولو په تړاو يې کړي، د طالبانو حکومت نن په رسمي ډول خپل غبرګون څرګند کړ.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د يوې اعلامیې لارې او د دغې ډلې د دفاع وزارت لوی درستيز په کابل کې د يو خبري کنفرانس له لارې په دې اړه غبرګونونه وښودل.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په يوې اعلامیه کې وويل چې د دوی حکومت د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او مشترکو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړه: ((امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده چې د (اسلامي امارت) لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري. ))
نوموړي یادونه کړې چې د دوحې په هوکړه لیک کې امریکا ژمنه کړې چې «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي»، نو په کار ده چې دوی خپلو ژمنوته پابنده واوسيږي.
هغه يو ځل بیا یادونه کړې چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي.
بلخوا د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستيز فصیح الدین فطرت کابل کې یوې غونډې ته د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې طالبانو له هېڅ چا سره د بګرام په تړاو خبرې نه دي کړي او د «یوې لوېشتې خاورې» په تړاو هم چا سره تعامل نه کوو او نه یې امکان شته.

نوموړی زیاتوي: «موږ له هېڅ چا او هېڅ زورو څخه ډار نه لرو او دا مو ثابته کړې ده». د نوموړي په خبره، کومو کسانو چې بهرنیان راوړي وو هغوی له ویرې له هېواده تښتېدلې دي او نور دې کابل ته د بیا ورتګ خوبونه نه ویني.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې طالبانو سره یې د بګرام پوځي اډې په تړاو خبرې روانې دي او که ورته یې حواله نه کړي؛ نو طالبان به بدو پایلو سره مخ شي. یو شمېر امریکایي رسنیو هم راپورونه خپاره کړي چې د ټرمپ حکومت له تېرو ۷ میاشتو راهیسې د بګرام بېرته نیولو یا لاسته راوړلو پر هڅو بوخت دی.










