
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې، هېواد به یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې وروسته د بندیزونو د بیا لګېدو پر وړاندې مقاومت وکړي.
د نوموړي په وینا دغه بندیزونه یې مخه نهشي نیولی.
هغه د ایران دولتي تلویزیون له لارې یوې وینا کې وویل: «د سنیپبک له لارې دوی لاره بندوي، خو دا ذهنونه او فکرونه دي چې لاره پرانیزي یا جوړوي یې.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه کړې چې د ایران پر وړاندې بندیزونه دایمي نهلغوه کوي، خو د «سنیپبک» له لارې د بندیزونو د بیا پليکېدو امکان شته دی.
اروپايي هېوادونو او امریکا ویلي چې ایران لا تر اوسه اړین عملي ګامونه نه دي اخیستي، او که بندیزونه بیا عملي شي، تهران ښایي له نړیوال اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) سره خپله همکاري محدوده کړي.
ایراني چارواکي ټینګار کوي چې هېواد به یې، د خپل فکر، وړتیا او ملي عزم په وسیله د هر ډول خنډونو مخه ونیسي او د امنیت شورا پرېکړه به د تهران د اقتصادي او سیاسي موخو پر وړاندې خنډ نهشي.










