د طالبانو د پوهنې وزیر: د افغانستان پر فضا اوس هم د شپې امریکایي ډرون ګرځي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د پوهنې وزیر په داسې حال کې چې امریکا د بګرام د نيولو ګواښونه کوي، وايي، د افغانستان فضا اوس اشغال ده او د امریکا ډرون د شپې لخوا د افغانستان پر فضا ګرځي.
مولوي حبیب الله اغا د پکتیا په شواک ولسوالۍ کې د ښوونځیو لپاره د جوړو شویو ودانیو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې د عصري علومو د زده کړو پر اړتیا خبرې کړي او يادونه يې کړې چې دیني علم پر خلکو فرض دی خو عصري علومو ته د وطن د جوړېدو لپاره اړتیا ده.
دی وايي، که عصري علوم نه وي نو حتی د يو تعمیر د جوړېدو توان هم له چاسره نه پيدا کېږي.
هغه په دغه غونډه کې منلې چې اوس هم د افغانستان فضا اشغال ده او د شپې لخوا د امریکا ډرون په فضا کې ګرځي.
دی وايي، د دین او وطن دفاع په اوس وخت کې په توپ او طیارو کېږي خو که عصري علوم نه وي نو توپ او طیارې جوړول ناشوني دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د امرکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بیاځلي تر لاسه کولو پره برخه کې خپل جدیت ښودلی دی.










