افغانستانخبرونه

پاکستان څخه اېستل کېدونکې افغانان: یو خس هم پاکستان کې نه پرېږدو

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستان د سپټمبر له لومړۍ راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو پي، او، ار کارټ لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی او تر اوسه یې زرګونه افغان کورنۍ له دغه هېواده شړلې دي.

یو شمېر دغو کورنیو په پاکستان کې د لسګونه کلونو په خپل لاس جوړ کړي کورونه وران کړي.

یو شمېر راغلې افغان کډوال وایي، له شاوخوا څلوېښتو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې له پي، او، ار کارټونو سره اوسېده، خو اوس د پاکستان د حکومت له لوري اړ شوی چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

دوی چې د کور ټول وسایل له ځانه سره راوړي وایي، په افغانستان کې د ناستې ځای نه لري او هک حیران دی چې څه به کوي.

دغه کورنۍ زیاتوي د پاکستاني پولیسو وروستي چلند اړ کړي چې هلته یو خس هم پرېنږدي.

دوی وایي تر خپلې وسې یې د کلونو جوړې جونګړې ړنګې او له ځانه سره یې افغانستان ته راوړي دي څو دلته پرې ځانته مېنې ابادې کړی.

له دې سربېره، ځايي پولیس له افغان کډوالو  سرهکه پاسپورټ ولري او که یې ونه لري بد چلند کوي او د ځينو دغو افغانانو په وینا، په ډېریو مواردو کې پولیس په پلمو له افغانانو د پیسو شکونې ته لاره جوړوي.

په تورخم کې ډېری افغانان له پاکستاني پولیسو په شکایت کوي.

د پاکستان د کډوالو ادارو د معلوماتو له مخې، د اګسټ له لومړۍ د سپټمبر تر ۲۰مې له پاکستان څخه ۱۱۷ زره او ۱۷۲ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان او همداراز ۵۰ زره او ۹۴۴ افغان سټیزن (اې، سي، سي) کارټ لرونکي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه بهیر همداراز روان دی.

سرچینې زیاتوی، یوازې د شنبې په ورځ ۲ زره او ۲۵۱ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان، ۳۰۴ اې، سي، سي کارټ لرونکي افغانان او همداراز ۹۵۸ ناقانونه افغانان بېرته خپل هېواد ته شړل شوي دي.