افغانستانخبرونه

افغانستان کې تر ۴ میلیونه زیاتې میندې او ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د خوړو نړیوال پروګرام  وایي، په افغانستان کې ۴.۷ میلیون میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له بحران سره مخ دي.

یاد پروګرام زیاتوي چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او ۴.۷ میلیون میندې او ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي.

یاد پروګرام داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې، په دې وروستیو کې افغانستان کې د شته بشري بحران ترڅنګ له ایران او پاکستانه هم د کډوالو سخته درنه څپه ور روانه ده.

راستانه شوي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.

بل لورته بیا تازه د روغتیا نړیوال سازمان په یو تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو مړینو د ۴۳ سلنې علتونه د زړه ناروغۍ، شکر، سرطان او د سږو مزمنې ستونزې دي.

دغه سازمان وړاندوينه کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شي او ډېری قربانیان به ښځې وي.

باید وویل شي چې د روغتیا نړیوال سازمان د افغان ښځو په منځ کې د سینې او د رحم د غاړې سرطان د ډېرېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویل شوي چې دا دواړه د هېواد له درې تر ټولو عامو سرطانونو څخه دي.

دغه سازمان د روغتیايي رواني ستونزو په اړه هم سخته اندېښنه څرګنده کړې ده او زیاتوي چې کلونه جګړې، طبیعي پېښې او بې‌کوره کېدل د افغانانو پر رواني وضعیت ژور اغېز کړې ده.

د راپور له مخې، له هرو پنځو افغانانو یو د رواني روغتیا ستونزې لري، او سره له دې بېړنۍ اړتیا، د افغانستان ډېری ولایتي روغتونونه او لومړني روغتیايي مرکزونه د رواني روغتیا خدمتونه نه لري، او زیات شمېر زیانګالي خلک بې‌درملنې پاتې کېږي.