افغانستانټیکنالوژيخبرونه

کندهار کې د افغان ټیلکام وایفای خدمتونه بېرته فعاله شول

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

کندهار کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ملا نورالله نوري  رسنیو ته ویلي، چې په دې ولایت کې د افغان ټیلکام د وایفای خدمتونه بېرته فعال شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د بانکونو په ګډون یو شمېر ادارې او  دفترونه له دې شبکې سره نښلول شوي او خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه انټرنیټ د نوري فایبر له لارې نه، بلکې د پواینټ ټو پواینټ له لارې فعال شوی دی.

د پوائنټ ټو پوائنټ (P2P) انټرنیټ سیسټم یو بېسیم او ځانګړې شوې اړیکه ده، چې دوه یا ډېر ځایونه په مستقیم او خوندي ډول د راډیو څپو له لارې؛ پرته له دې، چې کیبل یا عامه انټرنیټ کارولو ته اړتیا ولري، سره نښلوي.

دا انټرنیټ داسې مهال فعالېږي چې، د طالبانو مشر هبت الله په یوه تازه فرمان کې په ټول هېواد کې د نوري فایبر پر انټرنیټ بندیزلګولی دی.

تر دې دمه پر شاوخوا ۱۵ ولایتونو د نوري فایبر انټرنیټ قطعه شوی چې، له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. تازه په پروان ولایت کې هم د نوري فایبر نیټ قطعه شوی دی.