
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د سویلي افریقا ویکټکېپر کوینټن ډي کوک له یوه ورځنیو لوبو خپل تقاعد بیرته واخیست.
هغه د پاکستان پر وړاندې لوبلړۍ لپاره د سویلي افریقا په لوبډله کې اخیستل شوی.
کوینټن ډیکوک په ۲۰۲۳ کال کې د یوه ورځنیو لوبو څخه تقاعد اعلان کړی و.
نوموړی د سویلي افریقا له مخکښو پيلیزو توپ وهونکو له ډلې شمېرل کېږي چې، د نړۍ په بېلابیلو لیګونو کې لوبېدلی او په خپل زړورې لوبې یې ځانته زرګونه مینه وال خپل کړي.
هغه د زړورې توپوهنې ترڅنګ بهترین ویکټ کیپر هم یادېږي.
د هغه مینه والو د بېرته راتګ په پار په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه کړي او بېرته یې ورته ښه راغلاست ویلی دی.










