خبرونهنړۍ

د چارلي کرک میرمنې د خپل خاوند قاتل وبخښه

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا په اریزونا ایالت کې د چارلي کرک په یاد تعزیتي غونډه کې د نوموړې میرمنې د خپل خاوند قاتل وبخښه.

په دغه غونډه کې ډونالډ ټرمپ د کرک میرمنې اریکا او ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د چارلي کرک تګلاره به تعقیب کړي.

په همدې حال کې اریکا کرک د خپل خاوند د ستاینې پر مهال له سترګو اوښکې تویې کړې او په خپله وینا کې یې د قاتل د بخښلو اعلان وکړ.

هغې وویل: “د کرک ځواب کرکه نه ده، بلکې بخښنه ده.”

د ولسمشر ټرمپ نږدې ملګری او د اسراییلو ملاتړی چارلي کرک د سپتمبر پر ۱۱ نېټه په یوټا پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو.

عیني شاهدانو بهرنیو رسنیو ته ویلي، چې کرک هغه مهال په نښه شو، کله چې یې د وسله‌والو کنټرول او پر ګڼو خلکو د ډزو په موضوع خبرې کولې.

چارلي کرک یو محافظه‌کار شخصیت و او د امریکا د ولسمشر له ډېر نږدې ملګرو ګڼل کېده.

د راپورونو له مخې، کرک د “ټرننګ پواینټ USA” په نوم د یوې ادارې بنسټ ایښودونکی هم و، چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوې وه او په تعلیمي بنسټونو کې د محافظه‌کارو نظریاتو د خپرولو لپاره کار کوي.