خبرونهځانګړي برخهنړۍ

قطر له نړیوالو غوښتي چې فلسطین په رسمیت وپېژني

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

انګلستان، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو کې د یادو هېوادونو د اقداماتو ستاینه کړې او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو سره سم ورته اقدام وکړي.

 د یاد وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې د فلسطین پیژندل کولی شي په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

سرچینې ټینګار کړی چې د فلسطینانو د حقونو لپاره نړیوال ملاتړ به د سیمه‌ییز ثبات لپاره لاره هواره کړي.

یادو هېوادونو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له غونډې مخکې اعلان وکړ چې، دوی فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژندلی دی.

د فلسطین د دولت د پېژندلو مسله د لسیزو راهیسې د فلسطین او اسراییلو په اړیکو کې یو له اصلي ننګونو څخه وه.

د نظر خاوندان وايي، د هېوادونو له خوا د فلسطین رسمي پېژندنه نه یوازې یو سیاسي اقدام دی، بلکې د فلسطیني خلکو د حقونو د ټینګار او په منځني ختیځ سیمه کې د اوږدمهاله شخړو د حل لپاره یو مهم ګام هم دی.