خبرونهنړۍ

احمدالشرع او مارکو روبیو د سوریې پر وضعیت غږېدلي

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

 امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» د روسیې له لنډمهالي ولسمشر، احمد الشرع سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

دا کتنه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې شوې ده. 

د راپورونو له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوریې د سولې او ثبات او د دغه هېواد د راتلونکې په اړه خبرې کړې دي.  

د ویلو ده چې له څو لسیزو وروسته د سوریې ولسمشر امریکا ته سفر کړی او هلته یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون کړی دی. 

ټاکل شوې چې د روسیې د لنډمهالي حکومت ولسمشر، احمد الشرع به له ځینو نورو امریکايي چارواکو سره هم وګوري. 

احمد الشرع څه موده مخکې په سعودي عربستان کې هم د امریکا له ولمسشر، ډونالډ ټرمپ سره کتلي وو چې تر هغې کتنې وروسته پر سوریې ټول لګېدلي بندیزونه له منځه وړل شوي وو.