
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون د تیرا برید ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په پلمه په پښتونخوا کې بې ګناه ملکي وګړي وژني.
د پاکستان جیټ الوتکو وړمه شپه د خیبر په تیرا کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان وژلي او پنځه کورونه یې بشپړ وېجاړ کړي دي.
منظور احمد پښتون وايي: «د پنجابیانو ظلم او ځورول نور د زغم نه دي او خبرداری یې ورکړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د سیمې له خلکو سره تر سلا مشورې وروسته د اغېزمنو هر ډول مقاومت او ملاتړ وکړي.»
پښتین دغه راز زیاتوي، چې د پاکستان پوځ له یوه لوري د بمباریو پرمټ بې ګناه عام پښتانه وژني او له بل لوري د پوځي ځواک پر مټ د پښتونخوا شتمني پنجاب ته لېږدوي.
نوموړي ویلي، د ترهګرو روزل، جوړولو، وسلې ورکول او د هغوی کارول د پاکستاني پوځ د جنرالانو کار دی او په دې توګه غواړي ځانته د بې ګناه پښتنو د وژلو، شتمنیو د غلا او د هغوی د غلام جوړولو لپاره جواز برابر کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه راز پر زده کوونکو غږ کړی چې یو موټی شي او د دغه ظلم پر وړاندې د غږ پورته کولو لپاره سره یو ځای شي.










