افغانستانخبرونه

بهر مېشتو افغانانو لپاره د پېژندپاڼو د وېش بیه راټیټه شوه

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د احصائې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې بهر مېشتو افغانانو ته د آسانتیا رامنځته کولو لپاره د پېژندپاڼو(تابعیت تذکرو) د وېش بیه راټیټه کړې ده.

په ګاونډ هېوادونو، مرکزي آسیا، هند او ترکیه کې مېشتو افغانانو ته: له ۲۰۰ ډالرو څخه تر ۵۰ ډالرو پورې،

دغه راز به د روسيې، عربي، افریقایي هېوادونو مېشتو افغانانو ته: له ۲۰۰ ډالرو څخه تر ۷۰ ډالرو پورې او په اروپا، امریکا، کاناډا او آسټرالیا کې مېشتو افغانانو ته: له ۲۰۰ ډالرو څخه تر ۱۵۰ ډالرو پورې.

دا بیې د هغو کسانو لپاره، چې حضوري یا د بهرنۍ استوګنې له اسنادو سره غوښتنه کوي؛ د اجرا وړ دي.