یونېسف: د افغانستان راتلونکی د نجونو زدهکړو پورې تړلی

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زدهکړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
د دغه بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب برخې مشره شیما سن ګوپټا وايي، که نجونې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ونه لري؛ نو دا شونې نهده، چې دوی دې خپلو هیلو ته ورسېږي.
نوموړې په جلالاباد ښار کې له یوه روزنیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال پر طالبانو غږ کړی، چې افغان نجونې دې زدهکړو ته پرېږدي او په دې برخه کې لګېدلي محدودیتونه دې لرې کړي.
د شیما په خبره؛ د نجونو لپاره زدهکړې ځکه مهمې دي چې کولای شي له دوی سره د ژوند په ټولو چارو لکه د جبري ودونو د مخنیوي، خوندیتوب او په نورو مهمو برخو کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغې چارواکې همدا راز ویلي، چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د نجونو د زدهکړو دوام مهم دی او باید په دې برخه کې ګامونه پورته شي.
که څه هم دا لومړی ځل نه دی، چې له طالبانو د نجونو د زدهکړو د دوام او په دې برخه کې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کېږي؛ تر دې وړاندې بېلابېلو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو، سیاسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او ان په خپله ځینو طالب چارواکو ورته غوښتنې کړې دي؛ خو د څه باندې څلورو کلونو په تېرېدو لاهم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.










