خبرونهلوبې

عثمان دمبله د ۲۰۲۵کال د سرو زرو د توپ ګټونکی شو

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

د سرو زرو د توپ د ورکولو او د ۲۰۲۵ کال د غوره لوبغاړو د معرفي کولو مراسم پرون شپه (دوشنبه) د فرانس فوتبـال مجلې له لوري په پاریس ښار کې د «تېاتر دو شاتله» په تالار کې ترسره شول.

د دغو مراسمو په پای کې عثمان دمبله د کال غوره لوبغاړی وټاکل شو او د سرو زرو توپ یې ترلاسه کړ.

دغه راز د ښځو برخه کې «آیتانا بونماتی» د بارسلونا هافبک د کال غوره لوبغاړې ونومول شوه او د سرو زرو توپ یې ترلاسه کړ.

دغه راز د بارسلونا بل لوبغاړي «لامین یامال» د کال د تر ټولو ځوان لوبغاړي جازه خپله کړه.

بل لورته د فرانس فوتبال «لوییس انریکه» چې اوسمهال د پاریسن ‌ژرمن سر روزونکی دی د کال د غوره روزونکي په توګه ونومول شو.

د منچسټر سیټي ګول ساتونکي «جان لوئیجی دوناروما» د کال د غوره ګول ساتونکي جایزه ترلاسه کړه او  د ارسنال لوبغاړي «ویکتور اوکریش» د کال د غوره ګول وهونکي جایزه ترلاسه کړه.

دغه راز د کال د فوټبال غوره لوبډله بیا پاری‌سن‌ژرمن اعلان شو.