
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د روان کال اګست میاشت کې ۱۴۳میلیون ډالرو ته رسېدلې.
د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د روان کال جولای میاشتې په پرتله اګست کې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۵۰سلنه زیات شوي.
د معلوماتو له مخې همدې موده کې بیا افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۳سلنه کم شوي او له ۱۰۲ میلیونه ډالرو ۸۸ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي.
انار، مڼې او انګور پاکستان ته د افغانستان د صادراتو لویه برخه تشکیلوي.
اقتصادي شنونکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې تل د سیاسي او امنیتي تحولاتو تر سیوري لاندې وي، خو له افغانستانه د پاکستان وارداتو زیاتېدل به راتلونکي کې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي همکاریو مثبتې اغیزې وکړي.










