خبرونهنړۍ

د سعودي عربستان لوی مفتي وفات شو

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

د سعودي عربستان شاهي دربار نن سې شنبه د دغه هېواد د لوی مفتي د وفات خبر ورکړ.

د سعودي عربستان شاهي دربار د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ: د سعودي لوی مفتي او د لوړ پوړو علماوو د شورا رئیس شیخ «عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد آل‌شیخ» له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د دې اعلان له مخې، «نن ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته به د هغه د جنازې لمونځ د ریاض ښار په امام ترکي بن عبدالله جامع جومات کې تر سره شي».

همدارنګه، د سعودي عربستان پاچا امر کړی چې د هغه په درناوي د غائب جنازې لمونځ نن د ماسپښین له لمانځه وروسته په مکه مکرمه کې په مسجد الحرام، په مدینه منوره کې په مسجد النبوي او د هېواد په ټولو جوماتونو کې تر سره شي.

د راپور له مخې، شیخ عبدالعزیز آل‌شیخ کلونه کلونه د سعودي عربستان د لوی مفتي او د لوړ پوړو علماوو د شورا د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او په دې هېواد کې یې د دیني مشرتابه او اسلامي فتواوو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.