
له کندوزه تر ډیلي؛ د افغان هلک د الوتکې ټایر کې نابلده سفر او د خلکو بېلابېلې تبصرې
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
هندي رسنیو راپور ورکړی چې یو ۱۳ کلن افغان هلک د کابل څخه ډیلي ته د کاماېر په الوتکه کې د ټایرونو په برخه کې پټ تللی او ژوندی هند ته رسېدلی، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده. دغه ضد و نقیض راپورونه د خلکو د حیرانتیا او ګڼو تبصرو لامل شوي دي.
هندۍ رسنۍ وايي يو ۱۳ کلن افغان هلک د يکشنبې په ورځ (۲۱ سپټمبر) د الوتکې د ټايرونو پورتنۍ برخه کې پټ او له “کابل څخه هند ته تللی” دی چې له پوښتنو او ګروېږنو وروسته بېرته په همدې ورځ افغانستان ته استول شوی دی.
د هندي رسنيو له مخې دغه ماشوم د کام اېر هوايي شرکت په څه کم دو ساعته الوتنه کې له کابل څخه د هند پلازمېنې ډيلې ته په نه منونکي ډول ژوندی رسېدلی و.
د هند د ډیلي په اندرا ګاندي هوايي ډګر کې د الوتکې له کېناستو وروسته عملې يو ماشوم ليدلی چې د الوتکې نژدې ګرځي او د هوايي ډګر امنيتي کسانو ته یې په دې اړه خبر ورکړ.
ویل کېږي د پوښتنو پر مهال څرګنده شوې چې دغه هلک د افغانستان د کندوز ولايت اوسېدونکی دی او له الوتنې يوه ورځ مخکې کابل ته راغلی و.
د نوي ډيلي د امنيتي چارواکو په وینا داسې ښکاري چې دغه هلک په پټه د کابل هوايي ډګر ته ننوتلی او بيا یې د الوتکې د ټايرونو بره ځان پټ کړی دی.
خو د طالبانو د سرحدي پولیسو ریاست ویاند، عابدالله فاروقي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د میدان رنوې مو د خاص امنیتي پوښښ لاندې نیولې ده، رنوې ته په هېڅ صورت کې مسؤولین هم نه شي ورتللی، که خدای مه کړه، کوم مسوول د رنوې ساحې ته داخل شي، پروازونه معطل کېږي او عمومي پلټنه پیلېږي.»
ده لیکلي، سرحدي منسوبین به هېڅ صورت کې چاته اجازه ورنه کړي چې غیرقانوني سفرونه ترسره کړي.
د خلکو بېلابېلې تبصرې
میلاد غني زاده پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «۱۳ کلن ماشوم خپل ژوند د الوتکې په ټایر کې د خطر سره مخ کړ، او تاسې د میدان کارکوونکي لا هم بې پروا یاست؟ ستاسې دنده یوازې د پاسپورټ لیدل نه دي، بلکې انسانیت او مسؤلیت هم لري! که تاسې خپل کار سم کړی وای، دا ماشوم به په دومره وحشتناکه ډول نه هند ته رسېدلی وای. ستاسې غفلت د خلکو ژوند اخلي.»
ذبیحالله کوچي لیکلي: «د هوايي ډګر ساتونکي خو بيخي برحاله دي، چې يو کس تر الوتکې ځان رسوي بيا د ټاير تر څنګ پټېږي.»
فیضالله صافي لیکلي: «باید ورته انعام ورکړل شي او د او د ريکارډونو په کتاب کي ثبت شي.»
شمس ابراهیمي هم لیکلي: «که هر څنګه تللی خو یو چی دومره غټ زړه سره تر هنده رسیدلی ، دا د نړۍ له جالبو پیښو څخه ده ، او بلکل یو ریکارډ هم ده.»
عرفان بیا لیکلي چې د دې پېښې په اورېدو یې هم په هندي رسنیو او هم د طالبانو پر هوایي دګرونو شک پیدا شوی دی.
ده لیکلي چې په دې اړه باید جدي څېړنه وشي او حقیقت معلوم شي چې هند رېښتیا ویلي که د طالبانو حکومت.










