
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین ځانګړي کنفرانس پر مهال د یو شمېر نړیوالو مشرانو مایکونه بند شول.
د بهرنۍ رسنۍ د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د فلسطین د رسمیت پېژندلو په اړه څرګندونې کولې چې ناڅاپه یې مایک بند شو.
همدارنګه، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا پر مهال هم مایک بند شو، چې د ژباړونکي له شکایت سره مخ شو.
دغه پېښې دا پوښتنې راپورته کړې چې دا یوازې تخنیکي ستونزه وه که کومه بله موضوع یې ترشا شتون لري.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین په اړه د څرګندونو پر مهال د ځینو مشرانو مایکونه بند شوي وو.










