خبرونهنړۍ

د اسرائیلو بریدونو کې ۳۷ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزه د اسراییلي پوځ تازه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو د غزې په لوېدیځ د شاطي کډوالو کمپ د سختو بریدونو په ترڅ کې په نښه کړی.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې د اسراییلي یرغلونو له امله تر اوسه پورې ټولټال ۶۵ زره ۳۴۴ فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۶۶ زره ۷۹۵ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ د اسراییلي پوځ پرله‌پسې بمبارۍ دوه روغتونونه له فعالیته غورځولي، چې په کې د ماشومانو الرنتیسي روغتون او سینټ جان د سترګو روغتون شامل دي.

د دغو روغتونونو له کاره لوېدو له امله د درملنې لاندې ګڼو ناروغانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په خان‌یونس کې د نصیر طبي کمپلکس کې د خوراکي توکو کموالي او د درملنې د وسایلو نشتوالي له امله یو بل ماشوم هم ساه ورکړې.