افغانستانخبرونه

افغانستان کې زلزله؛ ننګرهار کې ۱۵ تنه ټپيان شوي

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته د زلزلې له امله په نړیدلو ودانیو کې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د دره نور ولسوالۍ د روغتیا مسؤل ډاکټر رفیع الله حماد وایي، چې نن ماسپښین په دره نور ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۱۵ ټپیان یې حوزوي روغتون ته لیږلي دي.

د طالبانو د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ادارې ویلي، چې د دې پيښې د وروستیو ارقامو او زیان په اړه به نور معلومات وروسته شریک شي.

دغه زلزلې کابل او د هېواد نور ولایتونه هم لړزولي دي، خو د زیانونو په اړه معلومات ندي ورکړل شوي.