
کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د تایوان په ختیځ کې د باران او سېلابونو له امله ۱۴ کسان مړه او شاوخوا ۱۳۰ نور لادرکه شوي دي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې دا طوفان په ختیځ تایوان «هوالین» ښار کې ډېر تلفات اړولي او ښایي مرګژوبله زیاته شي.
د راپورونو له مخې چې دا طوفان هانک کانګ او چین ته هم په رسېدو دی.
په چین او تایوان کې تر دې مخکې هم دا ډول طوفانونو سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې وه او په ډېرو سیمو کې د برېښنا پرېکېدو لامل هم شوی و.
چین او تایوان دوه هغه هېوادونه دي چې وخت ناوخت د دا ډول ورښت او سېلابونو له امله سخت ځپل کېږي، خو حکومتونه یې ډېری کسان له وخت مخکې خبرداري په وسیله ژغوري.










