
کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې په غور ولایت کې د ۱۲٫۶ میلیون افغانیو په لګښت د دریو شبکو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا شبکې د غور په «دولتیار» او «دولینه» ولسوالیو کې جوړېږي، او ۵۰۰ کورنیو به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو شبکو کې د پاکو اوبو (۵) ذخیرو جوړول، د (۲۸۳۴۰) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۳۱۸) شیردهنونو او (۸) سولر تختو نښلول شامل دي.
د سرچینې په وینا چې د دې شبکو د جوړولو پرمهال به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ د څښاک اوبو ورته شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې وې.










