افغانستانخبرونهراپورونه

طالبانو،کاپیسا او سرپل ولایتونو کې تر ۲۰۰ډېر رواني ناروغان راټول کړي

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې محتسبانو یې په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې په رواني ناروغیو اخته ۲۰۵کسان راټول کړي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې، راټول شوي کسان د درملنې په موخه د دغې ډلې تر واک لاندې د سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي.

طالبان داسې مهال په یادو ولایتونو کې رواني ناروغان راټولوي چې، دوی په دې وروستیو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د رواني ناروغانو د راټولولو او درملنې اعلان کړی دی.

د طالبانو امربالمعروف اوسمهال په ټولو ولایتونو کې د رواني ناروغانو د نیولو لړۍ روانه ساتلې ده.

بل لورته روانپوهان که څه هم د رواني ناروغانو د درملنې روانه پروسه یو ښه اقدام بولي، خو زیاتوي چې دوی به څومره ناروغان ونیسي او درملنه به یې وکړي.

دوی وایي اوسمهال د بې روزګارۍ او افغانستان کې د روانو حالاتو او بندیزونو له امله نږدې ټول ځوانان او د پاخه عمر ځوانان په رواني ناروغۍ اخته دي.

دوی وایي، دغه راز د نجونو پر وړاندې محدودیتونو هم ډېری افغان نجونې په روانۍ ناروغۍ اخته کړي او ترې کړېږي.

روانپوهان د دې ناروغۍ د کمښت او درملنې ښه لار د طالبانو د محدودیتونو لرې کېدل او ځوانانو ته د کاري فرصتونو زیاتوالی یادوي.

بل لورته عام خلک هم د رواني ناروغۍ د زیاتوالي لوی لامل د طالبانو د حکومت بندیزونه یادوي.

د کابل اوسېدونکی احمدعلي وایي: « بېکاري زیاته ده، خلک ډوډۍ ته حیران دي، ناروغان یې د مرګ په حال دي، اولادونه یې له زده کړو محروم شول، لوڼې یې په کور بندیانې شوې، زامن یې په یوه او بله بهانه له دندو شړل کېږي، نو څخه به په رواني ناروغۍ نه اخته کېږي.»