خبرونهسیمهنړۍ

هندي پوځ د ډرون جګړې تر ټولو ستر پوځي مانور ترسره کوي

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏ ‏د هند پوځ اعلان کړی چې د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې به د «کولد ستارت» په نوم د ډرون جګړې تر ټولو ستر پوځي مانور ترسره کړي.

دا مانور به د بې پیلوټه الوتکو او ډرون ضد سیستمونو د ازموینې لپاره ځانګړی شوی وي.

د ګډو ځواکونو د دفاع مرستیال مشر، راکیش سینها ویلي، دې تمرین کې به د هند د هوايي دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره نوې ټکنالوژۍ وازمویل شي، څو د بې پیلوټه الوتکو او احتمالي ګواښونو پر وړاندې یو پیاوړی سیستم رامنځته شي.

د چارواکو په وینا، دا د پاکستان سره د وروستۍ جګړې وروسته تر ټولو ستر پوځي مانور او تمرین دی، چې پکې به هغه ډرون جګړې هم بېرته وښودل شي چې د می میاشتې په نښتو کې ترسره شوې وې.

هند همداراز د «سودرشـن چکره» په نوم د خپلواک هوايي دفاع سیستم د جوړولو اعلان کړی، چې د ۲۰۳۵ تر کاله پورې به بشپړ شي.

چارواکي دغه سیستم د اسراییل د «ايرن ډوم» سره ورته بولي او وايي چې پکې به د ډرونونو، ضد ډرون وسایلو، الوتکو او د هایپر سونیک توغندیو ضد ټکنالوژي شامله وي.