افغانستانخبرونه

ازبکستان وایي د افغانستان د انزوا مخنیوی، نړیواله اړتیا ده

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي چې، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو د سوله‌‌ییز او باثباته ژوند د هیلو د پوره‌کېدو لپاره همغږي او ګډ ګامونه واخلي.

میرضیایف ټینګار وکړ چې د افغانستان د انزوا مخنیوی ځانګړې نړیواله اړتیا ده او زیاته یې کړه چې هېواد یې په افغانستان کې د لویو اقتصادي او زیربنایي پروژو د عملي‌کېدو هوډ لري.

هغه همدارنګه د یوه ځانګړي پرېکړه‌لیک د تصویب غوښتنه وکړه چې د ترانزیټي دهلیزونو او د انرژۍ د لارو د پراختیا پر اهمیت تمرکز وکړي، څو د افغانستان له لارې د سیمې د نښلولو پروسه نوره هم پیاوړې شي.

د ازبکستان ولسمشر څرګنده کړه چې د سیمې ثبات او پرمختګ د افغانستان له وضعیت سره تړلی او نړیواله ټولنه باید په ګډه د دغه هېواد د خلکو ملاتړ ته عملي ګامونه پورته کړي.

یاده دې وي چې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ ۸۰یمه ناسته پرون د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوې ده.