افغانستانخبرونه

اروپايي ټولنې، افغانستان سره ۴،۶ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې له لوري له افغانستان سره څلور میلیونه او شپږ سوه زره ډالر مرسته شوې ده.

د دې پروګرام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته به د ملګروملتونو د بشري مرستو د هوایي خدمتونو UNHAS  د فعالیتونو او د ژغورونکو مرستو د لېږد په ځانګړې توګه د افغانستان لرې پرتو سیمو ته ولګول شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: « UNHASهغه واټنونه پوښي چې د ځمکنۍ لارې نه پوره کېږي او مرسته‌کوونکي کسان له اړمنو سره نښلوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ ټولنه شاته پاتې نه شي.»

د خوړو نړيوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د UNHAS له لارې ۱۶۰۰ څخه ډېر پروازونه شوي چې ۱۸ یې د افغانستان دننه او دوه یې له هېواده بهر دي.

دغه بنسټ وايي چې د افغانستان غرنۍ جغرافیا او د ترانسپورتي بنسټونو نشتوالی، ډېر ځله د ځمکنۍ مرستې رسونې چارې ناشونې کوي، نو له همدې امله هوایي لاره یوازینۍ وسیله ده چې د اړتیا وړ مرستې اړمنو خلکو ته پر وخت ورسوي.