افغانستانخبرونه

نورستان کې د غر ښوېیدو پېښه کې د سړک ۴ کارګر مړه او ژوبل دي

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د نورستان د عمومي سړک پر کارکوونکو نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې غر ښوېیدلې چې له امله یې ۴ کاریګر مړه او ژوبل شوي دي.

دا غر د نورستان د عمومي سړک جوړونې په مسیر، چتراس کې ښویېدلی دی. د دې پېښې له امله ۲ کاریګر مړه شوي او ۲ نور ژوبل دي.

د معلوماتو له مخې، قربانیان د یوه خصوصي وداندیز شرکت کارکوونکي دي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو ویاند دغه پېښه تایید کړې او د بند پاتې کسانو د ژغورنې خبر یې ورکړی دی.