افغانستانخبرونه

جرمني ۲۸ نور افغانان هم دغه هېواد ته ولیږدول

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د را پورونو له مخې؛ جرمني هېواد له پاکستان څخه ۲۸ نور افغانان ولیږدول.

دغه افغانان د پاکستان پلازمینې اسلام څخه د جرمني د هانورو په لانګهنګن هوايي ډګر کې ښکته شوي دي، چې ټول د ۵ کورنیو غړي دي.

جرمني رسنیو ویلي، دغه کسانو ته له وړاندې ویزې صادرې شوې وې او نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې یاد هېواد ته ورسیدل.

د یادونې وړ ده چې د تېر سپتمبر په پیل کې هم ۴۷ افغانان په همدې لاره هانوور ته رسېدلي وو.

اوس مهال شاوخوا ۱۹۱۰ کسان په پاکستان کې د جرمني د جذب پروګرام له لارې د ورتګ انتظار کوي.

همدارنګه شاوخوا ۲۵۰ افغانان چې ویزه یا د ورتګ اجازه لري، له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي او د دوی د بیرته ستنونې هڅې روانې دي.