خبرونهنړۍ

د اسرائیلو نن په غزه کې ۵۹ نور فلسطینیان وژلي

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزه د اسرائیلو بمباریو کې ۵۹ نور فلسطنیان وژل شوي دي، بلخوا ملګرو ملتونو ویلي چې اسرائیلي پوځ د غزې ښار پر وګړو وېره خپره کړې او لسګونه زره کسان یې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

الجریزې ویلي، نن سهار په غزه کې لږ تر لږه ۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي، چې له دې جملې ۳۶ یې د غزې په ښار کې وژل شوي دي.

د بیړني خدمتونو سرچینو ویلي چې د غزې په جنوبي برخه رفح کې د مرستو د وېش یوه مرکز ته نږدې په بریدونو کې ۸ بې وسه کسان، چې د خوراکي توکو په تمه ولاړ وو، هم شهیدان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې د اسرائیلو د تپل شوې جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۵ زره ۳۸۲ کسان شهیدان شوي او ۱۶۶ زره ۹۸۵ نور ټپیان دي، دغه راز زرګونه نور کسان د تیږو لاندې بند پاتې دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د بریدونو په ترڅ کې په اسرائیلو کې ټولټال ۱ زره ۱۳۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ کسان یرغمال شوي وو.