سرچینې: د طالبانو مشر د بګرام اډې د راتلونکي په اړه د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
راپورونه وايي چې د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده د بګرام هوايي اډې د برخلیک په اړه د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
العربیه تلویزیوني شبکې د سرچینو له قوله ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یو شمیر لوړ پوړي طالب چارواکي کندهار ته تللي او د اخوندزاده سره د لیدنې په تمه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ وویل چې اداره یې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه د طالبانو څخه د بیرته نیولو لپاره کار کوي.
ټرمپ تېره شنبه تروت ټولنيزه شبکه کې ولیکل: ((که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغه ادارې ته بیرته ورنکړي چې دا یې جوړه کړې، کوم چې متحده ایالات دي، نو بدې پیښې به رامنځته شي.))
د العربیه سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو مشر په دې وروستیو ورځو کې د دې ډلې د دفاع وزیر، بهرنیو چارو وزیر او استخباراتي چارواکو په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره څو محدودې لیدنې کړې دي.
د سرچینو په وینا، په دې غونډو کې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د هر ډول راستنیدو سره په بشپړ مخالفت ټینګار شوی و. سرچینو زیاته کړه چې د طالبانو اعلامیه چې د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د تیرې یکشنبې په ورځ خپره شوه، د کندهار د غونډو د پایلو پر بنسټ وه.
په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپره شوې، ویل شوي: ((د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د اسلامي امارت لپاره لومړیتوب لري، او متحده ایالاتو ژمنه کړې چې د دوحې د تړون له مخې به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې له زور څخه کار نه اخلي او د دې هیواد په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.))
همدارنګه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون له العربیه سره په یوه مرکه کې وویل، ((د بګرام اډه د افغانستان د خاورې یوه برخه ده. دا په چین یا متحده ایالاتو پورې اړه نلري.))
مجاهد په مرکه کې وویل،امریکایان باید له افغانانو سره په ډیپلوماتیک او منطقي ډول چلند وکړي.
د طالبانو ویاند زیاته کړه: ((زموږ خلک به د خپلې خاورې په یوه برخه کې د بهرنیو ځواکونو شتون ونه مني.))
د بګرام اډه د افغانستان د پروان ولایت د چاریکار ښار جنوب ختیځ ته په ۱۱ کیلومترۍ کې موقعیت لري او په افغانستان کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه وه.
دا اډه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده.
د بګرام د بیا نيولو په تړاو د چین او روسیې غبرګونونه هم راپارېدلي دي.
د چین د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې چاته به د بګرام اډې د نيولو اجازه ورنکړي او د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ويلي چې بګرام د روسیې لخوا جوړه شوې او هېڅوک یې باید د مالیکیت دعوه نکړي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه جدي غبرګونه نه دی ښوودلی او نشر کړې اعلامیه يې تر ډېره په ډيپلوماسۍ باندې تکیه شوې ده.
بلخوا راپورونه وايي چې د طالبانو مشر خپل استوګنځای نامعلوم ځای ته انتقال کړی.
رسنیو سرچینو ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله په پرلپسې د خپل استوګنځای د تغیر وروسته دا ځل خپل کور نا څرګند ځای ته انتقال کړی دی.
رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي: هیبت الله له تېرو دریو ورځو راهیسې په مکرر ډول خپل استوګنځای بدلوي.
د را پورونو له مخې؛ نوموړی پخوا په منډیګک، عینو مېنه کې د جنرال رازق په کور او کله د کندهار په زړه قول اردو کې اوسېده، خو اوس یې مشخص استوګنځای معلوم نه دی.
سرچینې وایي، د بګرام موضوع د بحث کېدو وروسته هیبت الله په تیرو درې ورځو کې خپل استوګنځایونه بدل کړي او یوه اونۍ کې کیږي، چې له دیني عالمانو سره یې لیدنې هم لغوه شوي دي.










